مشوره او لارښونه

موږ پوهیږو چې د پناغوښتنې بهیر یوه پیچلې او د تللو یوه سخته لاره ده. موږ پدې هکله یو لارښود ترتیب کړی چې تاسې ته د ټولو پړاونو وضاحت کوي. دا به ستاسې سره مرسته وکړي چې پر خپلو حقونو او مسئولیتونو پوه شئ ترڅو باخبره پریکړې وکړی شئ.

د پناغوښتنې مشورتي لارښود د لاندې برخو څخه تشکیل شویدی.

 د "کډوالو مرستې" خدمتونه

دا برخه هغه خدمتونه روښانه کوي چې د کډوالو مرسته (مایګرنت هیلپ) یې په برتانیه کې پناغوښتونکو ته وړاندې کوي او چې تاسې هغو ته څرنګه لاسرسی ولرئ.

دا برخه پوره ولولئ

د پناه غوښتنه

پدې برخه کې تاسې لوستلی شئ چې په برتانیه کې څرنګه پناه وغواړئ. همداشان پدې هکله هم معلومات ترلاسه کولی شئ چې د کورنیو چارو د وزارت سره د لمړنۍ کتنې (سکریننګ) په مرکه کې څه انتظار لرلی شئ او که مو احساس کړه چې بې انصافه چلند درسره شوی، څرنګه شکایت وکړی شئ. د شته مالي مرستو په هکله، د استوګنځي اړوند مرستو په هکله، د هغه روغتیایې خدمتونو په هکله چې تاسې یې حق لرئ، او د هغه اسنادو په هکله چې کیدی شې د مرکې په ترڅ کې یا له مرکې څخه لږ وروسته تاسې ته درکړل شې، هم معلومات ورکړل شويدي. سربیره د حاضري ورکولو، د حقوقي مشورې ترلاسه کولو او ستاسې د مسئولیت په هکله چې د کورنیو چارو وزارت ته د خپلو حالاتو د بدلون په هکله خبرتیا ورکړئ، دلته وضاحت ورکړل شویدی.

تاسې کولی شئ د پناغوښتنې بهیر دلته وګورئ

زموږ ویدیو وګورئ چې د پناغوښتنې د لمړنۍ کتنې د مرکې او د پناغوښتونکو د مرستو د غوښتني په هکله وضاحت کوي.

دا برخه پوره ولولئ

 

 د پناغوښتنې تفصیلي مرکه

په دې برخه کې د پناغوښتنې د تفصیلي مرکې په هکله معلومات ترلاسه کولی شئ او پدې هکله چې څرنګه ورته چمتو شئ، او همدا شان د هغه پایلو په هکله لنډ معلومات درکوي چې احتمال یې شته دی ترلاسه شي.

زموږ ویدیو وګورئ چې د پناغوښتنې د تفصیلی مرکې وضاحت کوي.

 دا برخه پوره ولولئ

 

له پریکړې څخه وروسته – مثبته پریکړه

دا برخه وضاحت کوي چې له هغه وروسته چې تاسې ته په برتانیه کې د اوسیدو اجازه درکړل شوه څه کیږي او کوم اسناد درکول کیږي. دا هغه مرستې په ګوته کوي چې د "کډوالو مرسته"  یې له پریکړې څخه په وروسته پړاو کې تاسې ته وړاندې کولی شي.

زموږ ویدیو وګورئ چې د هغه مرستو وضاحت کوي چې له مثبتې پریکړې څخه په وروسته پړاو کې شتون لري.

دا برخه پوره ولولئ

له پریکړې څخه وروسته – منفي پریکړه

دا برخه پر هغه وخت ستاسې د انتخابونو په هکله وضاحت کوي که مو غوښتنه  رد شوه، چې څرنګه حقوقي مشوره ترلاسه کړئ او د پریکړې پر خلاف د استیناف غوښتنه وکړئ. همداشان دا وضاحت کوي چه که مو "د استیناف حقونه پای ته ورسیدل" څه کولی شئ، د هغه مرستې په شمول چې کیدی شي د "کډوالو مرسته" یې وړاندې کړي. همداراز په رضاکارانه ډول د بیرته ستنیدو د خدمتونو وضاحت هم دلته شویدی.

دا برخه پوره ولولئ

تخصصي مرسته

دلته تاسې کولی شئ د کورنۍ د موندلو په هکله معلومات ترلاسه کړي، او همداشان د مریتوب، کړونې، او جنسي ځورونې یا د ښځینه جنسي اندام ژوبلونې په هکله معلومات. همداشان تاسې ته دا وضاحت کوي چې څرنګه کولی شئ پولیسو ته د جرم اطلاع ورکړئ.

دا برخه پوره ولولئ

ګټورې اړیکې

دا برخه د نورو ارګانونو سره د اړیکو تفصیلات ورکوی کوم چې پناغوښتونکو او مهاجرینو ته مرستې وړاندې کوي او له هغوی څخه ملاتړ کوي.

دا برخه پوره ولولئ

تاسې کولی شئ د پناغوښتنې د مشورتي لارښود پوره بڼه دلته وګورئ

که تاسې خپل د اړتیا وړ معلومات دلته ونه موندل، کولی شئ زموږ سره د مشورې او لارښونې لپاره په ۰۸۰۸۸۰۱۰۵۰۳ شمیره اړیکه ونیسئ. موږ کولی شو ژباړونکی راوبولو که تاسې ته اړتیا وي. همدا شان کولی شئ پر ویبپانه د خبرو اترو او آنلاین معلوماتو لپاره زموږ د استعمالوونکو پورتال وګورئ (پر"زموږ سره اړیکه ونیسئ" کلک وکړئ) همداشان کولی شئ د استعمالوونکو پورتال له لارې غوښتنلیکونه ډک کړئ او د معلوماتو سرچینو ته لاسرسی ولرئ.

مهرباني په یاد وساتئ چې موږ کولی شو د حقونو او امتیازاتو په هکله مشوره ورکړو خو نه شو کولی چې حقوقی مشوره وړاندې کړو یا حقوقي استازیتوب وکړو. که مو ستاسې سره مرسته ونه کړی شوه، موږ به د مسلکی حقوقي استازو (وکیلانو) یو لړنوم تاسې ته وړاندې کړو.